په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له لوري د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو د دویم ملي نندارتون پرانیستل شو. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حيدر شهامت د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان دمګړۍ ماهرو او متخصصينو کسانو ته سخته اړتيا لري او د مسلکي کسانو شتون ټولنه د ځان بسياينې په لور بيايي. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې کاري فرصتونه ډېر زيات دي، خو د مسلکي او ماهرو کسانو د نه شتون له کبله له دغو فرصتونو څخه د پام وړ ګټه نشي اخيستل کېدای. د نوموړي په وینا همدا اوس يوازې په مس عينک کان کې ۱۸ زره مسلکي کارګرو ته اړتيا ده، خو په دې برخه کې مسلکي او ماهر کارګر شتون نه لري. په ورته وخت کې رئيس الوزراء یادو مراسمو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د نوښتګرو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره او په لوړه کچه وهڅول شي.
































