کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د څلورمې حوزې اړوند تایمني څلورلارې کې شوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په دې پېښه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د ارین په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړل شوې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو. په دغه پېښه کې نوموړی د یو شمیر خپلو ساتونکو سره سرسري ټپي شوی دی. طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
































