د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازی یو شیایونګ وايي، نړۍواله ټولنه دې افغانستان کې د لوږې، بې وزلۍ، کډوالۍ او ترهګرۍ په څېر مهمو موضوعاتو ته پام وکړي. یو شیایونګ پر امریکا او لویدیځ نیوکه کړې چې غواړي د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې لیدلوری له وروستیو پرمختګونو بل لور ته واوړي. هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې همکاري وکړي.
































