په دې وروستیو ورځو کې د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوي سر ټکوي. دوی وایي، د ژمي له نږدې کېدو سره د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوي دي. د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې له پنځو تر شپږو ساعتونو برېښنا لري. د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین د کابل د برېښنا د پرچاویو لامل د ژمې له رارسېدو مخکې د برېښنا د مزو ساتل ګڼي. دوی دغه راز زیاتوي چې په پلان کې لري چې په ژمي کې د پرچاویو د ډېرېدو مخه ونیول شی.
































