په جوزجان ولایت کې د جنگل باغ اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د مسوولینو په خبره دا پروژه د جنگل باغ ونو له وچېدو د مخنیوي لپاره جوړېږي چې له څلور نیم میلیونه زیاتې افغانۍ لګښت پرې راځي. دا لوی څېړنیز بڼ چې نهه لسیزې وړاندې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی دی، جوزجان کې یو تفریحي بڼ ګڼل کېږي. خو په وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت له امله ددغه بڼ ځینو برخو کې ونې وچې شوې دي. تازه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دغه بڼ کې د ونو وچېدو د مخنیوي او ساتنې په موخه د اوبو رسولو یوه شبکه جوړوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی چې د دې پروژې چارو پیل په موخه جوزجان ته تللی وايي، د ۱۲ سوه متره اوبو کانال او ۱۲ سوه متره اسکم پایپ هم په دې پروژه کې شامل دی، چې بشپړېدل به یې د اوبو مدیریت او ددغه بڼ ساتنې برخه کې ارزښتمن نقش ولري.
































