د سره صلیب نړۍوالۍ کمېټې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ په بلخ ولایت کې په لسګونو اړمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشلې. له دغو مرستو څخه برخمنې شوې کورنۍ له سرپرست حکومت او نورو مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوي، چې اړمنو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. دا مرستې په داسې حال کې پر اړمنو کسانو وېشل کېږي، چې نړۍوالو بنسټونو څو ځلې د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت او په هېواد کې د پراخې بېوزلۍ په اړه خبردارۍ ورکړی او د ژمي د موسم په رانږدې کېدو سره دا اندېښنې ډيرې شوې دي.
































