امریکا وايي له طالبانو سره د سولې هوکړې یوه ماده داسې وه چې دوی به له القاعده شبکې سره اړیکه پرې کوي خو داسې ښکاري چې تر اوسه د یادې ډلې او طالبانو ترمنځ اړیکې شته دي. د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېټ مککینزي وایي هیله لري چې طالبان ژر له القاعده سره اړیکې پرې کړي او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي. نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به ډېر ژر د امریکایي ځواکونو شمېر له ۸۶۰۰ سرتېرو ۴۵۰۰ ته راښکته شي. دده په خبره دغه شمېر سرتېري هم په افغانستان کې ماموریت ترسره کولی شي او د احتمالي خطرونو پر وړاندې به د امریکا ماموریت مخ ته وړي. تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو ویلي چې په امریکا کې تر ټاکنو مخکې به ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.
































