د جوزجان ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د دولتي شرکتونو عمومي رییس عبدالرزاق غلام الله ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد سوداګریز مارکېټ د ۵۰ هټیو، تېلو پمپ، د موټر مېنځلو او د لوړ تناژ لرونکې ترازو د نصبول چارې هم په کې شاملې دي، چې په کې به د سیمې ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو دغه پروژې ګټورې بللې دي او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.
































