د پنجشیرد کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبر ورکړی دی. د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو د مزایدې په ۱۳ مه دوره کې د پنجشېر ولایت له حصه اول ولسوالۍ څخه محصول شوي ۶ زره او ۹ قیراطه زمرد د ۳۰۵ زره او ۹۱۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. امیري زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
































