د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده ايران ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د ولسمشر له استازي حسن کاظمي قمي او د اوسپنې پټلۍ د پراختيا اړوند د ايراني شرکتونو له مسولينو سره لیدنه کړې. دې لیدنه کې د خواف – هرات د درېیمې قطعې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي، د سوداګرۍ او ترانزيټ د پراختيا لپاره په سيمهييزه کچه د افغانستان له لارې د نويو مسيرونو پر نښلولو او د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د پراختیا سربېره د هرات – نيمروز، نيمروز – کندهار او چابهار ريلي پروژو پر پراختيا خبرې شوې دي. دغه راز دې لیدنه کې ايراني شرکتونه افغانستان کې د ريلي پروژو پلي کولو پانګونې او په تخنيکي برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو والی ښودلی دی.
































