د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د بامیانو مرکز اړوند په سیالایک سیمه کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمي اوبو د کتلو ټولولو او زېرمه کولو پروژې چارې پيل شوې. د دغه وزارت په وینا؛ د دې پروژې په پلي کېدو سره به د یخ ټوټو په شکل موسمي اوبه زېرمه او په دوبي کې به ورڅخه د کرنې لپاره ګټه واخیستل شي. دغه پروژه چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي لګښت پلې کیږي، په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
































