له پیښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رییس نورالدین ترابي د ماین پاکۍ له نړیوالو او کورنیو موسسو له مسوولینو سره په کتنه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوسنی امنیتي وضعیت د ماین پاکۍ لپاره مناسب دی. ورته مهال د موسسو مسوولینو د خپلو چارو د چټکتیا ډاډ ورکړی او یو شمېر غوښتنې ېې له نورالدین ترابي سره شریکې کړې دي.
































