ملګري ملتونه وایي په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو او افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کابل کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تېرې ورځې برید غندلی دی او په خبره یې ددې اړتیا ده چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ختم شي. نوموړي ویلي بین الافغاني خبرې باید پيل شي او د خبرو له لارې دې د افغانستان روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملګري ملتونه په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او له افغانستان به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
































