د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د کابل – هرات پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-هرات په لویه لار د باروړنکي موټر او موټرسایکل د ټکر له امله یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې پایله کې یې ۲ تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی. د پېښې د چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده. د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د دغه ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
































