د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د افغانستان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی. پوتین د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې د وینا پر مهال پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي په افغانستان کې روانې جګړې او د سولې په تړاو رامنځ ته شوو کشمکشونو ته هم اشاره کړې ده او په خبره یې په دغه هېواد کې حالات د اندېښنې وړ دي. هغه وايي افغانستان دمګړی په یوه کړکېچن حالت کې دی چې وضعیت یې په سیمه کې اندېښنې پارولې دي. پوتین په منځني ختیځ او افریقا کې هم پر روان نا امنیو، جرمنو او نښتو اندېښنه ښودلې ده او ددغه ناندریو پای ته رسول یې د نړیوالو ګډ مسوولیت بللی دی.
































