د افغانستان، امریکا او ازبکستان د درې اړخیز فارمټ فرعي کمېټو پر مهمو مسئلو بحث کړی دی. د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې د یادو درېواړو هېوادونو د فرعي کمېټو غړو د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سولې او د انساني قاچاق پر مخنوي خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د درېواړو هېوادونو استازو ټینګار کړی چې په سیمه کې تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان سوله ده او ټولو ته په کار ده چې په دې برخه کې پراخه همکاري وکړي. ازبکستان ویلي دوی د افغانستان د سولې ملاتړي دي او تل هڅه کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول هڅو سره همکاري وکړي. امریکا هم ویلي چې د افغانستان د سولې مسئله حساس پړاو ته رسېدلې ده او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم مهمه ده.
































