د هوايي لېږد رالېږد نړیوال انجمن وایي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس ضد واکسین لېږدول او وېشل به د هوایي ترانسپورت په تاریخ کې تر ټولو سخت کار وي. ددغه انجمن چارواکو ویلي سره له دې چې تر دې دمه د کرونا ویروس ضد واکسینو د لوړ شمېر تولید چارې نه دي پیل شوې خو دوی له نړیوالو بنسټونو او اداراتو سره د ترانسپورتي چارو د تنظیم هڅې پيل کړې دي. سرچینه وایي چې په نړۍ کې د یاد واکسین د وېشلو او لېږدولو لپاره اته زره جامبوجیټ (بوئینګ ۷۴۷) الوتکو ته اړتیا ده. ددوی په خبره اته زره الوتکې د لومړنیو ترانسپورتي کارونو لپاره خورا اړینې دي او دغه ماموریت به نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مخ وړي. د هوايي لېږد رالېږد نړیوال انجمن تمه ښودلې چې دوی وکړی شي د هوایي چلند د تاریخ دا تر ټولو ستر او پراخ کار په سمه توګه ترسره کړی شي.
































