په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې پرتګال د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰ زره یورو مرسته کړې ده. اوچا ویلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته په افغانستان کې له ډېرو زیانمنوشویو خلکو سره مرسته ده. اوچا تېره دوشنبه هم اعلان کړی وو چې کویټ په افغانستان کې له زیانمنوشویو خلکو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو بنسټونو تل په افغانستان کې د بودیجې د کمولو او د اړتیاوو د کچې د لوړولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
































