کورنیو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۴۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې ولسي وګړو ته دا تلفات د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو په ۳۶۸ بریدونو کې اوښتي دي. هغه زیاته کړې چې یادې ډلې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې وسله وال بریدونه او نظامي تحرکات کړي دي چې په پایله کې یې ۹۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي زیاته کړې چې د یادو تلفاتو ډېره برخه په کندهار ولایت کې ثبت شوې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































