د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، دولت د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي دي او اوس طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د خبرو مېز ته حاضر شي. نوموړي چې نن یې د پاکې هوا نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د سولې راتګ لپاره پیل شوې هڅې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې او ټول یو ځای د همدې پروسې بشپړ ملاتړ کوي. نوموړي هیله ښودلې چې له طالبانو سره پیلېدونکي خبرې به په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې او ثبات لامل شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې قطر ته د دولت د مذاکراتي پلاوي سفر له یوې ورځې بلې ته ځنډېږي او دغه راز طالبان؛ افغان دولت د یادو خبرو پیل پر وړاندې د خنډونو پر ایجادولو تورنوي.
































