د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې پرون جوزجان ته پر لویه لاره او دغه راز پشتون کوټ ولسوالۍ کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس شمسالدین محمدي ویلي، چې په دغه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا د پېښې ټپيان د درملنې په موخه ولایتي او د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































