د کابل سرپرست والي امینالله عبید د کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارلې ده. عبید په دې مراسمو کې ویلي، دغه ودانۍ د سرپرست حکومت په داخلي عوایدو جوړه شوې، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. نوموړي زیاته کړې، سرپرست حکومت هڅه کوي چې هېواد کې د ښه امنیت ترڅنګ د هېوادوالو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي.
































