روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۴۳ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۲۸ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۷۲ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې د کرونا له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی خو پر دغې وبا اخته ۳۱ ناروغان بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر یو زر او ۴۲۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۱ زره او ۱۲۹ ته لوړ شوی دی.
































