د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د عرب ټولنې پرونیو پرېکړو ته غبرګون کې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي، عربان دې خپلې چارې سمبال کړي، ترکیه په خپلو کارونو ډېره ښه پوهېږي، د یادې ټولنې پرېکړې ورته مهمې نه دي او جدي یې نه نیسي. المیادین د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، ترکیه د خپلو ګټو خوندیتابه لپاره د هیڅ درېیم هېواد خبرې نه اوري او د خپلو پولو امنیت لپاره به له هیڅ سختې پرېکړې مخ ونه ګرځوي. ترکیه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د عرب ټولنې ځینې غړو هېوادونو له ترکیې غوښتنه کړې ده چې د سیمې امنیت لپاره دې په خپلو پرېکړو کې محتاط اوسي، ګنې دوی به یې په اړه سخت تصمیمونه ونیسي.
































