امريکا د بين الافغاني خبرو د پيل د نېټې له اعلانېدو هرکلی کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به ژر دوحې ته لاړ شي او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، سولې ته د رسېدو یوازیني لار خبرې اترې دي. نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دا د افغانستان لپاره يو تاريخي فرصت دی تر څو ۴۰ کلنې جګړې او وينې تويدلو ته د پای تکی کېښودل شي. ټاکل شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو افتتاحیه غونډه سبا په دوحه کې پيل شي. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه د سولې مذاکراتو د پيل لپاره د مذاکره کوونکي پلاوي تیاري په ډاګه کړې او ویلي دي چې د دولت مذاکره کوونکی پلاوی د قطر پلازمینې دوحه ته سفر کولو ته تیار دی او نن به لاړ شي .د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل مراسمو کې، د ملي روغې جوړې عالي شورا ریيس عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزیر محمد حنيف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحيمي او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د افغان حکومت په استازيتوب ګډون کوي. طالبانو هم تېره شپه اعلان وکړ چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې په اساس د بين الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې ګډون ته چمتو دي.
































