د بیروت په ساحلي بندر کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده. تر اوسه د لګېدلي اور له کبله د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د لبنان پوځ وايي چې ګودامونو، د تېلو زېرمتون او د موټرونو ټایرونو ته یې د اور د غځېدو مخه نیولې ده. د راپورونو له مخې د اور وژونکي د اور په مړ کولو باندې لګیا دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې لا هم د بیروت د اوسېدونکو له ذهنه د تېرې میاشتې د سختې چاودنې وېره نه ده وتلې. د اګست د څلورمې نېټې په چاودنه کې تر ۱۹۰ زیات کسان مړه اوتر ۶۵۰۰ زیات ټپيان او په زرګونو کورونه پکې ویجاړ شوي وو.
































