عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دهېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۸۶۰۶ تنو ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په همدې موده کې ۲۵ تنه له یادې ناروغۍ څخه روغ شوي دي. ددې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پيل څخه تر اوسه ١٤٢٠ کسان له دغه ويروس څخه مړه شوي دي.
































