په سرپل ولایت کې د افغانستان ګنجینه ملي درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د دغه نندارتون د جوړېدو مومه لاسي صنایعو، کرنیزو حاصلاتو او کرنې او نفتي توکو ته بازار موندنه ښودل شوې، چې ۴۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي. د دغه نندارتون ګډونوال له مسوولینو د دغه ولایت د لاسي صنایعو، کرنیزو حاصلاتو او کاني او نفتي توکو لپاره په کور دننه او بهر د بازار موندنې تر څنګ د افغاني تولیداتو ملاتړبرخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. سیمه ییزې مسوولین وايي، دغه نندارتون یې، د سرپل د لاسي صنایعو او کرنیزو حاصلاتو بازار موندنې او ودې په موخه د افچین شرکت په مالي همکارۍ او یوه کورني شرکت په ملاتړ جوړ کړی دی.
































