د غور ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې د ۱۷ رغنیزو پروژو د پشپړېدو خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره دغه پروژې د ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۱۳ میلیونه ۵۸۸ زره افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوې دي. د یادولو وړ ده، چې په دغو پروژو کې د سړکونو پخول، د پلچکونو بیارغول، استنادي او محافظوي دېوالونو، د ښاروالۍ د تاسیساتو د ځينو برخو بیارغول شامل دي.
































