د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د « افغانستان بیارغونې» او « ټولنیزې او پراختیایي لار» په نومونو له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا؛ د دې هوکړو له مخې به د افغانستان د کلیو بیارغونې موسسه په هرات، فراه او غور ولایتونو کې ۱۶۰ زره او ۹۰۸ کډوالو ته د بیامېشتېدنې خدماتو په برخه کې یو میلیون، ۲۰ زره او ۱۰۲ امریکایي ډالر ولګوي. دغه راز د ټولنيزې او پراختيایې لار موسسه په کندوز او بدخشان ولايتونو کې راستنو شویو ۲۰۰ کورنیو ته د ۳ ميليونه او ۷۶۳ زره افغانیو په ارزښت ژمنۍ کڅوړې وېشي.
































