د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بامیانو کې دوه داسې نوي ښوونځي جوړ کړي، چې د لمریزې برېښنا څخه هم برخمن دي. دغه بنسټ په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ښوونځي یې د سعودي عربستان او اسلامي پراختیا بانک په مالي ملاتړ جوړ کړي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ وویل، چې په دغو ښونځیو کې به له زرو زیاتو زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره شي او یاد ښونځي ټولې ښوونیزې اسانتیاوې لري. د دغه بنسټ په وینا، دغه ښوونځي به له ژمي وروسته خپل تعلیمي کال پیل کړي. دغه سازمان وایي، چې د دغو ښونځیو له جوړېدو وړاندې د بامیانو په دغې سیمه کې زدهکوونکو تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې چې نه یې څوکۍ لرلې او نه مېزونه.
































