د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي په دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې به جنجالي وي خو زیاتوي چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې د افغان ولس په خوښه د جګړې پرته حکومت جوړ کړي. پمپیو دا مذاکرات تاریخي بللي دي. نوموړي ویلي، له شاوخوا شلو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دا فرصت پیدا شوی چې افغانان په خپلو کې سره کیني او د هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. پمپیو د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان برید ته په اشارې ویلي، ډیر ورانکاري شته چې په افغانستان کې سوله نه غواړي. ده د کوم هیواد یا ډلې نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې يې ده چې دوی غواړي امریکا په افغانستان کې ښکیله پاتې شي.
































