د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دویمه غونډه کې د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریالي، برېښنايي وسایلو او توکو ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول. په غونډه کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وویل، هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده، چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د بېکیفیته توکو د واردېدو او تولید مخه ونیول شي. نوموړي دغه راز له ټولو ادارو په کلکه وغوښتل، چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او وڅاري.
































