د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ادارې مسولین وایي، چې د تېر یوه کال پر مهال هېواد کې ۱۴۶ کیلومټره مربع ساحه له ناچاوده توکو څخه پاکه شوې ده. د یادې ادارې مسوولین وايي، له تېرو جګړو راهیسې د افغانستان په اراضۍ باندې ماینونه شتون لري او اوس هم د افغانانو ژوند ګواښي. د دغې ادارې د مسوولینو په خبره د پرلپسې سروې او پلټنو له مخې، د ۲۰۲۲ کال راپدېخوا ۷۹ کیلومتره سیمه په هغو ماینونو ککړه شوې ده، چې په لاس جوړ شوي ماینونه پکې ځای پر ځای شوي دي. د معلوماتو له مخې اکثره پاتې شونې ماینونه په میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، پکتیا، خوست، لوګر او مشرقي ولایتونو کې شتون لري او دغه اداره هڅه کوي، چې د مخنیوي او شنډولو په موخه یې سروې زیاته کړي.
































