د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، په ترکیه کې له یو شمېر مېشت افغان سوداګرو سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې نورالدین عزیزي، یادو سوداګرو ته په افغانستان کې د سراسري امنیت او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي. دغه راز یو شمېر افغان سوداګرو ویلي چې خپلې پانګې به افغانستان ته انتقال کړي او یو شمېر نورو یې ژمنه کړې چې خپل هېواد ته د ستنېدو پلان لري. د کتنې په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، یادو سوداګرو ویلي چې خپلې ستونزې او ننګونې دې په ترکیه کې د افغانستان سرپرست حکومت د جنرال کنسلګرۍ له لارې له دوی سره شریکې کړي.
































