د سرپرست حکومت اداري مرستیال د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په سفر تللی دی. د ارګ د خبر پاڼې له مخې دغه سفر د ازبکستان په رسمي بلنه شوی دی. ټاکل شوې اداري مرستیال د دې سفر په ترڅ کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د لا پياوړتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړي. سرپرست حکومت ازبکستان ته د اداري مرستیال سفر ته هیله مند دی او وایي، دغه سفر به د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ترڅنګ دواړو هېوادونو په ګټه به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
































