د ترکیې په استانبول کې د حلال څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد. په دغه نندارتون کې ۳۰ افغان شرکتونو بېلابېلو محصلات لکه غالۍ، کاني ډبرې او وچې مېوې نندارې ته وړاندې کړې. افغان ګډونوال دغه نندارتون د هېواد د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو او بازار موندنې لپاره ګټور ګڼي او د نورو بهرنیو نندارتونونو پر جوړېدو ټينګار کوي. په استانبول کې د افغان-ترک سوداګرو ټولنه هم د دغه نندارتون جوړېدل د افغاني محصولاتو بازار موندنې او د کابل او انقرې تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي. د دې ټولنې رییس ټینګار کوي، کهچېرې سوداګرو او صنعتکاراتو ته اسانتیاوې برابرې شي، نو اقتصاد به وده وکړي او له نورو هېوادونو سره به د افغانستان سوداګري پراخه شي.
































