د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره کتلي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو د پیاوړتیا سربېره؛ قطر ته د افغان ماهرو افغان کارګرو د قانوني لېږد په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو او اقداماتو په اړه مالومات شریک او په دې برخه کې د شته هوکړهلیک د بډاينې، بشپړ او غوره تطبیق په موخه د ګډو کمیټو پر جوړېدو ټینګار شوی دی. د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر دغه کتنه کې افغانانو ته د کارموندنې او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د ګډو پروژو په لاره اچولو لپاره چمتووالی ښودلی. په ورته وخت کې مردیف علي القشوتي دغه کتنه کې د قطر شاهي هېواد ته بلنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړه، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته رسمي سفر ترسره او د کارګرو د لېږد په برخه کې د هوکړه لیک د تطبیق په منظور له خپل قطري سیال سره له نږدې وګوري او په اړه یې بحثونه وکړي، چې د سرپرست وزیر له لوري يې بلنه منل شوې ده.
































