د بهرنيو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکيې له سفير جنک اونال سره کتلي دي. له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هراړخیزې خبرې شوې دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې په ترکیه کې په ترسره شوي حلال نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی وکړ او په دې اړه یې د ترکیې حکومت د هڅو قدرداني وکړه. سرپرست وزیر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت ارزولی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه لوري وکولی شي نور رغنده ګامونه هم پورته کړي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره ترکیې سفیر په دغه کتنه کې ويلي چې دمګړۍ د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې دی، چې حلال نندارتون کې یې د ګډون ترڅنګ له خپل ترکي سیال سره هم پر دوه اړخیزې سوداګرۍ رغنده خبرې کړې دي.
































