د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په موخه د ترکیې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا له غړو سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د ترکیې د بېلابېلو سکتورونو (د نفت او ګازو، هوایي شرکتونو، کانونو او ټکنالوژۍ) استازو ګډون کړی و؛ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړوالي په اړه خبرې شوې دي. د یادې شورا غړو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او په کابل کې یې د شورا د دفتر پر پرانیستلو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
































