د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې بحرین له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده. ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا له یوې میاشتې په کمه موده کې دویم عربي هېواد دی چې اسرئیلو سره د سولې تړون کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کولو چاره ددغه هېواد د پاچا حمد بن عیسی بن سلمان آل خلیفه، د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټلیفوني خبرو کې وشوه. ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ګام تاریخي او د سولې هوکړه وبلله چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له منځه وړل دي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې منځنی ختیځ بدلیدونکی دی او د سولې هوکړې تر سره کېدل یوه تاریخي لاسته راوړنه ده. هغه وویل سیمه کې ګډوډي وه او اوس د ده په وینا د خپلو شریکانو ترمنځ بیا باور رامنځته کوي.
































