د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس ویلي، چې د اقليمي بدلون له کبله د افغانستان ۱۸۱ کيلو متره طبيعي یخچالونه له منځه تللي، ۱۴۹ډوله ژوي او نباتات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي او په وروستيو څو کلونو کې ۲.۵ ميليونه وګړي د وچکالۍ له کبله بې ځایه شوي دي. نوموړي زیاته کړه، سره له دې، چې د ګلخانه یي ګازونو په تولید کې افغانستان په نشت حساب دی، خو بیا هم د ۲۰۰۸ زېږدیز کال د سروې په نړیواله کچه له اقلیمي بدلون څخه ۶ اغیزمن هېواد دی او په وینا يې اوس مهال ښايي تر هغه ډېر زیانمن شوی وي.
































