روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد ځواکونو په پسکوف ښار کې ۱۵ تنه «ناقانونه» کډوال نیولي او ایستلي دي. د راپور له مخې دغه کډوال د افغانستان، کینیا، سریلانکا او قزاقستان وګړي دي او هڅه یې کوله چې په ناقانونه توګه له پولې تېر شي او اروپا ته ولاړ شي. د روسیې د قوانینو له مخې، ایستل شوي وګړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه هېواد ته بیا نه شي دننه کیدای. د روسیې حکومت شمېرې ښيي چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یوازې د پسکوف له ښاره ۵۲۰ بهرني وګړي له روسیې څخه ایستلي دي. دغه شمېرې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پرتله نږدې درې برابره زیاتې دي.
































