د خوړو نړۍوال پرورګرام په افغانستان کې د هوا په سړېدو په ستونزو کې د راګیرو میلینونو خلکو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د بودجې د کموالي له امله به ډېری داسې کسان مرستې ترلاسه نه کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره له هر څلورو کورنیو څخه یوه یې د خوړو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې دغه سازمان د یادو کسانو د ژغورنې یواځنۍ لاره ده، خو د بودجې د کموالي له امله به ډيری کورنۍ له مرستو بې برخي شي. یاد پروګرام په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې سوړ ژمی به د هغه کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي، چې لا له وړاندې له فقر سره مخ وې.
































