د افغانستان، هند، ایران او ازبکستان استازو پرون په ممبی ښار کې د یادو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او له چابهار بندر د ګټېاخیستې او سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا په تړاو بحث او خبرې کړې دي. تهران ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې د یادې ناستې ګډونوالو د ګمرکي چارو اسانولو، د لېږد رالېږد چارو پیاوړتیا او چابهار بندر کې پر پانګونې او پراختیا ټينګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد وايي چې افغانستان اوس خپله ډېره سوداګري د چابهار بندر او بندر عباس له لارې کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولینو له دې وړاندې ویلي، افغانستان هر کال د ایران له بندرعباس او چابهار بندر څخه د څه باندې یونیم میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي واردوي.
































