د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو خبر ورکړی، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په پلازمېنه کابل کې شپږو روغتونونو ته در درملنې په موخه ور پېژندلې ده. افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د شپږو خصوصي روغتونونو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د هوکړې له مخې به ۲۳ ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتونونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
































