کابل ښاروالۍ ویلي، چې د کابل ښار ۱۱ مې او ۱۷ مې ناحیو اړوند سیمو کې د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې له سرای شمالي څخه د کوتل سر پورې پيلېږي. د کابل ښاروالۍ ویلي، د پراختیایي پلان مطابق دغه سړک به د ۳۷۵۰ مترو په اوږدوالي او ۲۷متره په سور به جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس انجنیر عبدالمتین حنیف ویلي، چې د دې سړک په اوږدو کې ۱۱۷ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي او د قانون له مخې به یې مالکینو ته بدل ورکړل شي. دغه مسیر چې د هېواد د شمال د ۱۴ ولایتونو ټرانزیټي مسیر دی په بشپړېدو سره به یې په دې مسیر ټرافیکي ګڼه ګوڼه هم راکمه شي. د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې هم ۳۱سلنه بشپړې شوې دي.
































