د سمنګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نورټپيان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې دغه پېښه د سمنګانو په خلم ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو اکتروز ډوله موټر له یوه پاسو ډوله موټرسره ټکروکړ. د نوموړي په وینا د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د امنیتي ځواکونو له لوري د خلم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او تردرملنې لاندې دي. د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.
































