ایراني رسنیو ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به سبا د ۲۰ بهرنیو پلاویو تر منځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شي. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې د دغې غونډې د اجنډا چمتو کولو په موخه د کارپوهانو ناسته د اِکو سازمان د مشر او د غړیو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې نن سهار پیل شوه، چې سبا به یې غونډه ترسره شي. د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د اذربایجان، ترکیې، تاجکستان او قزاقستان چارواکي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلي دي.
































