د عامې روغتیا سرپرست وزیر، نور جلال جلالي په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه، چین ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، جلالي به د کنفرانس د ګډون ترڅنګ ځینو روغتیايي مرکزونو او روغتیايي مسوولینو لیدلو ته هم ورشي چې موخه یې د هېواد د روغتیايي سیسټم لا معیاري کول او د اړتیاو لپاره له نړۍوالو سره هر اړخیزې همکارۍ ته زمینه سازي کول وي.
































